IQNA

ايت الله خامنه ای: د حج د مناسكو او اعمالو هره برخه د انسان په روحی روزنه كې ډېره وړتيا لری

22:36 - December 21, 2009
د خبر لمبر: 1864380
سياسی او ټولنيزه ډله: د اسلامی انقلاب ستر لارښود د حج د مراسموله مسولانو سره په ليدنه كې ددغې دينې فريضې د ستر ظرفيت په بيانولو سره ټينګار وكړ چې د حج د مناسكو او اعمالو هره برخه د انسان په روحی روزنه كې پر حيرانونكی اغېز سربېره د تبليغ ډېره وړتيا هم لری.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود ايت ا... العظمی سيد علی خامنه ای نن په دغه ليدنه كې زياته كړه په حج كې پر نغښتو ظرفيتّونو پوهېدل د متفكرانو د ګډې ټولګې جوړېدو ته اړتيا لری چې خپله دنده او كار ددغو ظرفیّتونو په كشفولو ولګوی ددې په ترڅ كې چې په غونډو او پروګرامونو كې اغېزمنتوب او كيفيت لوړ كړای شی.
د رهبرۍ ستر مقام په سږنی حج د خدای ځانګړی فضل ته اشاره وكړه او ویې فرمايل خدا وندمتعال موږ ته وښودله چې الهی اراده څنګه د طاغوتيانو پر اراده غلبه كوی اودغه مسله دايران په اسلامی جمهوريت كې تجربه شوې ده
د اسلامی انقلاب سترلارښود ايت ا... العظمی خامنه ای په مدينه منوره كې له مشركينو دبراات او د دعایې كمېل د پرتمنيو مراسمو ترسره كېدو ته په اشارې سره وويل چې دغه ستاسو د اقداماتو پايله ده او بايددغه عروةلوثقی وساتل شی او سږ كال حج په هلوځلو او همت سره په روښانونكی مركز بدل شوی چې بايد دغه اقدامات پهّ قوت سره دوام وموی
حضرت ايت ا... العظمی سيد علی خامنه ای په حاجيانو كې د انفلو نزا آ د خپريدا د مخنيوی لپاره د ايران د حكومت تدبيرونو ته په اشارې سره ووئيل اختمالاتو ته په پام سره دغه تدبيرونه او اټكلونه ښه او ضروری وو
د دغې كتنې په پيل كې د ايرانيو حاجيانو سريرست او د حج په چارو كې د ولی فقيه استاذی محمد محمدی ری شهری هم د حقيقی منتظرانو د ځانګړنې په توګه د بصيرت او وحدت مسئله د سږ كال حج د موضوع په توګه مطرح كړه او وې ئيل د حج مناسك او معنوی پروګرامونه له ډيرو زياتو منفی تبليغاتو سره سره له كوم كمښت پرته او له هر كاله په لاښه ډول او په بشپړ ارامښت كې وشول
512985
captcha