د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د افغانستان د پارلمان غړی "نصراللہ صادقی زادہ نيلی" ويلی دی چې د افغانستان د رسندويی وزير د د ې هيواد په ټی وی پروګرامونو ښه څارن نه كوی او د دلته ځينی غير سر كاری ټی وی چينلو پروګرامونه غير اخلاقی او غير اسلامی دی او دا پروګرامونه یې د افغانستان د كلتور لپاره له ځانمرګی بريدونو هم زيات خطرناك ؤګاڼه.
د افغانستان د رسندويی وزير هم په دې غير اسلامی پروګرامونو باندې د افسوس څرګندونی سره وويل چې مونږ په راتلونكی نږدې كې داسی غير اسلامی پروګرامونو پر ضد اقداماتو اوچتوو خو دا یې جوته كړه چې زمونږ مشكل دا ده چې داسې پروګرامونو ته د ځينې نورو هيودونو ملاتړ حاصل دی.
510457