IQNA

17:58 - December 23, 2009
د خبر لمبر: 1865273

د آيت اللہ العظمی نوری ہمدانی په دفتر كې د امام حسين عليه السلام د عزداری ماتم تر سره شو

افتخاری ډله /امير محسن سلطان احمدی: په قم المقدس كې د ايت الله العظمی نوری همدانی په دفتر كې د محرم الحرام د مباركې مياشتی په مناسبت د امام حسين عليه السلام د عزداری مجلس تر سره شو.

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د افتخاری خبريال د يو راپور پر اساس چې له حوزې خبری مركز یې نقلوی چې د روانی ميلادی مياشتی په نولسمی (19) نیټی ښاغلی حجت الاسلام "فرحزاد" د كې د ايت الله العظمی نوری همدانی په دفتر كې د محرم الحرام د مباركې مياشتی په مناسبت د امام حسين عليه السلام د عزداری مجلس ته په خطاب كې د اهل بيت عليهم السلامو د لوړاوی او شان په بيانولو سره وويل چې كوم خلك چې له اهل بيتو ليرې وی كه څه هم په څرګنده مسلمان وی خو نه به هغو سره له اصول دينه څه وی او نه به هم ورسره له فروع دينه څه په لاس كې وی بلكې لاسونه به یې تش وی.
ښاغلی حجت الاسلام "فرحزاد" د پيغمبر اكرم صلې الله عليه واله وسلم له وفاته وروسته د حضرت امام علی عليه السلامد امامت په هكله وويل چې پيغمبر اكرم په خپل ژوند كې څو ځله خلكو ته دا خبره كړې وه چې وروسته له ما د ستاسو د هدايت وسيله او څراغ علی عليه السلام دی او تاسو به د هغه په پيروۍ كې نيغه لاره مومئ.
511694
captcha