IQNA

22:10 - December 28, 2009
د خبر لمبر: 1866081

په ګرجستان كښې د امام حسين(ع) عاشورا په ډېر غم او درناوی سره ترسره شوه

نړيواله ډله: د حضرت اباعبدالله الحسين(ع) د شهادت ورځ د يكشنبې په ورځ د مرغومی د مياشتې په شپږمه نیټه په د ګرجستان په تفليس ښار كښې ډېر په غم سره ترسره شوه.

د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له IHA یې نقلوی، د ګرجستان په زرګونو مسلمانانو شيعه او سنيانو پرون ډېر په درناوی د تفليس په جامع جومات كښې د پيغمبر(ص) د ګران نمسی او د هغه د دوه اوياوو ملګرو د شهادت په غم كښې وژړيدل.
په دې پروګرام كښې مسلمانانو عالمانو ويناوې وكړې او پكښې مرثيه خوانی، نوحه خوانی او سينه زنی وشوه.
515322
captcha