IQNA

د قران كريم په نړيوالې مقابلې كښې د ليبيا له لومړيو كسانو درناوې وشو

8:11 - December 31, 2009
د خبر لمبر: 1866989
نړيواله ډله: د ليبيا له هغه استازو چې د قران كريم په بيلا بيلو نړيوالو مقابلو كښې په بيلا بيلو هيوادونو كښې ګډون كړی او څه رتبه یې ترلاسه كړې وه د مرغومی د مياشتې په 8 نیټۀ د هغوی د درناوی پروګرام وشو.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له العرب انلاين اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، دا پروګرام د ليبيا د اوقافو او د زكات د ادارې د مشرعبدالسلام، د ليبيا د بيلا بيلو ولايتونو د مشرانو او د قران د ځينو حافظانو او د جمعې د امامانو په ګډون سره په مولای محمد جمات كښې په طرابلس ښار كښې ترسره شو.
«عبد الحميد عبدالله الغويل» ، «خليل إبراهيم أحمد طاهر» او «بدر عبد الحفيظ الهادی» او «أحمد العربی شلوف» او «فاطمة حمزة ميهوب» ځينې هغه كسان وو چې په بيلا بيلو نړيوالو مقابلو كښې یې لومړنې درجه اخستې وه چې ورته ډالۍ وركړې شوې.
516095

captcha