د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب آيت ا... احمد جنتی نن د تهران د جمعې لمانځه په خطبو كې د چارشنبې په ورځ د ايران د ديندار او مخلص ولس ميليونی لاريون ته په اشارې سره وويل د اسلامی نظام مخالفانو پخپلو توهّماتو كې د اسلامی كيدا په جرم د ايران له اسلامی جمهوری نظام څخه د غچ اخستلو او پرځولو خوب ليده.
هغه د حسينی عاشورا په ورځ د بلوه ګروشعارد مفسد فی الارض څرګند مصداق وباله او د ايران د اسلامی جمهوريت له قضايه قوې ئې وغوښتل د عاشورا د ورځې د سپكاوی كونكو او ورانكارو لپاره دې سخته سزا په نظر كې ونيسی .
آيت ا... احمد جنتی د بلوه ګرو كوچنۍ ډلې ته په خطاب كې خبرداری وركړ د ايران ولس په تيرو ديرشو كلونو كې دامريكا په وړاندې دريدلی او دغه زبرځواك ئې ذليل كړی دی او اوس به هم اجازه ورنه كړی چې د ايران اسلامی جمهوری نظام ته كوم تاوان ورسیږی . د تهران د جمعې لمانځه خطيب همداراز له بلوه ګرو سره په چلند كې د ځينو مسئولانو چپتيا ګناه وبلله او وې وئيل د ايران ولس به اسلامی سپیڅلتياؤ ته د سپكاويو په دوام كې خپل ځانونه پر اسلام قربان كړی
516793