د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، علامه سيد محـمد حسين فضل الله د لومړی جنوری د جمعې د لمانځه په خطبو كې په پاكستان كې د كراچۍ په ښار كې د لسم په ورځ د ماتم كوونكو په جلوس د ځان مرګې بريد په غندولو سره وويل چې اسلامی امت په داسې حال كې د نوی عيسوی كال پيل كوی ېچ يو خوا د فلسطين مظلوم خلكو په د اسراييلو په ظلم كې غرق دی او دښمن د فلسطينی ښاريان قتلوی او وژنی یې او نړۍ په چپتيا سره د دوی ننداره كوی
علامه فضل الله په پاې كې په پاكستان كې د كراچۍ ښار په ماتم دارو جلوس باندې د ځان مرګې بريد په محكومولو سره دا كار یې د اسلام دښمنانو يو لوی خدمت وباله او د دې عاملان د نيولو غوښتنه یې وكړه
517097