د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له صوت العراق ويب پاڼی یې نقلوی چې مهدی كربلای په د جنوری په دريمه نیټه په كربلا ښار كې په يو خبری ناسته كې سعودی افراطی او وهابی عالم ښاغلی "محمد العريفی" په بيان په په رد عمل څرګندونی سره وويل چې د وهابيانو افراطی او ترهګره ډله عراق كې د شيعه او سنی كسانو د وژلو ذمه واره ده او مونږ د داسی سپكې او كافر كوونكی فتوو ويونكی وهابی عالمانو ټوله ذمه وارې په سعودی عرب حكومت اچوو او هغوی یې ذمه وار دی
مهدی كربلای زياته كړه چې د ايت الله سيستانی مقام او شخصيت د داسی كسانو د سپكاوی نه ډير لوړ دی ځكه هغه د داسی بې كاره خلكو ځواب ته وخت نه لری ځكه چې دغه مرجع او مجتهد نه يوازې په شيعه و كې بلكې په ټولو مسلمانانو حتی په غير مسلمانو كې هم يو لوړاوې لری.
518438