IQNA

په افغانستان كې څلورو كسانو د قران پاك د مطالعی نه پس اسلام قبول كړ

22:37 - January 10, 2010
د خبر لمبر: 1870689
د تفكر او هنر ډله: د افغانستان په پلازمينی كابل كې د يوې موسسی د قران پاك او د اسلامی تعليماتو د مطالعی نه پس د څلورو غير ملكی كسانو د اسلام قبولو خبر وركړ
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د افغانستان د لوی دينی عالم ښاغلی مولوی قاضې په كابل كې د انسپيكشن ارګنايزيشن په دفتر كې د دې څلورو كسانو د اسلام د قبولو په هكله تر سره شوی پروګرام كې ګډون كولو سره وويل د دې كسانو داسلام د قبولو له ټؤلو لوی سبب د قران پاك د ايتونو ژوره مطالعه او دمسلمانانو ښه اخلاق او د اسلام د عزت نه ډك تاريخ وباله
هغه زياته كړه چې په دې څلور كسانو كې درې كسان د هندوستان دی او د څلورم تعلق د نيپال سره دی او د دې ځانګړن پروګرام نه پس هغو د مسلمانۍ كليمه وويله او شهادتين یې په ژبه جاری كړل او اسلامی نومونه یې ؤټاكل.
519773
captcha