د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د حزب الله په دې بيانی كې راغلی دی چې تيرې څو ورځو كې د سعودی عرب رسندويو د يو سپك شيخ او عالم خبرې خپور كړی دی چې پكښې د شيعه مذهب د دې تاريخ او ورسره د ايت الله سيستانی سپكاوې شوی دی هغه ناپاك عالم داسی ټكی په ژبه راوړی دی چې كه لږ شان عقل او شرافت او دين په هغه كې وی نو هغه به هیڅ كله هم داسی ټكی نه استعمالول
په دې بيانی كې نور هم راغلی دی چې مونږ د اسی سپك او ناوړه عالم د ككړو خبره په ځواب كې همدا ويلو شو چې شيعه د داسی عالم نما كسانو خبرو پروا نه كوی او كه څه یې وويل خپله هغه ته ورګرځی او كه جرات لری نو مناظری ته تيار شی
حزب الله زياته كړه چې د ايت الله سيستانی شخصيت له دې ډير لوړ دی چې څوك به كولای شی د هغه سپكاوی وكړی او د هغه سپكاوی د ټولو شيعه او مجاهدينو سپكاوی دی
حزب الله په اخر كې له سعودی حكومت غوښتنه وكړه چې هغوی د د اسی بې علمه عالمانو پر ضد د محكمی ته شكايت وكړی.
520229