IQNA

جدال احسن د ټولنې خاصو كسانو سره دی نه عامو خلكو سره/ ټول دې بايد د هيواد په ګټه خبرې وكړی

20:14 - January 15, 2010
د خبر لمبر: 1873117
سياسی ډله: د تهران د جمعې خطيب حجت الاسلام امامی كاشانی دې ايت «ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِی هِیَ أَحْسَنُ» ته په پام وويل: لويان دې بايد توجه وكړی چې په دې ايت كښې جدال احسن په دې معنی دی چې د ټولنې خاصو كسانو سره دې جدال او مناظره وكړې شی ه عام خلكو سره.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، د تهران د جمعی لمانځه خطيب آيت الله امامی كاشانی نن د تهران د جمعی لمانځه خطبو كښې د مخالفو ‌ډلو په جذب او دفع كولوكښې د رهبرۍ د ستر مقام سپارښتنو ته اشاره وكړه او مخالفو سياسی ګوندونو او ډلو ته یې سپارښتنه وكړه د هيواد كورنی شرايط درك كړی او له افراط پالنې ډ‌ډه وكړی .
د تهران د جمعی لمانځه خطيب د قرانكريم دسپارښتنو په چوكاټ كښې سياسی ګوندونو په خبرو اترو او مناظرو ټينګار وكړ او ویې ويل حكمت ، موعظه او استدلال د مناظرې اساس دی او سياسی ډلی او شخصيتونه دی علمی بحثونه ومنی .
آيت الله امامی كاشانی د مرغومی په ۹ په لاريونونو كښې د پراخ او ولوله ناك ګډون په دليل د ايران د ستر ملت قدرونه وكړه او ویې ويل په دی ورځ د خلكو حركت هغه دسيسی او شعارونه شنډ كړل چی د عاشورا په ورځ وركړل شوی ؤ .
د تهران د جمعی لمانځه خطيب د تهران پوهنتون د استاذ مسعود علی محمدی د شهادت په باب تسليت ووايه اوویې ويل هيله من يم دغه ترخه پیښه په تيره بيا د هيواد علمی ټولنې لپاره د ودی او پرمختګ لامل شی او پوهنتونوال دی پوهه شی چی دښمن كوم ځای په نښه كړی دی او خپل درس او څیړنو ته لا زيات اهميت وركړی
523728
captcha