IQNA

21:24 - January 19, 2010
د خبر لمبر: 1875276

ايت الله خامنه ای: هر كال د سلواغې په ۲۲ د خلكو مليونې شتون، د خلكو په انقلاب د اتكا نخښه ده

سياسی ډله: د اسلامی انقلاب ستر لارښود ټينګار وكړ د فتنې او كړكيچنه فضا كښې د درستو په تيره بيا د شخصيتونو دنده داده چی شفاف دریځونه غوره كړی او له دوه مخيزو دریځونو او څرګندونو ډډی وكړی

د ايران د قرانی خبری اژإنس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن د ايران د سباون لسيزو د كمیټو له مشرانو او د اسلامی تبلغياتو د غږملتيا د شورا له مسئولانو سره په كتنه كښې وفرمايل دښمنان تل د فضا د شفاف والې مخالف دی ځكه هغوئ د فتنې او كړكيچ په ډكه فضا كښې خپلو هدفونو ته رسيدلای شی .
د رهبرۍ ستر مقام ټينګار وكړ په اوسنيو شرايطو كښې د نظام درست كورنې سياسی بهيرونه او ګروهنې بايد له دښمن سره خپلی پولی په ډاګه او روښانه كړی او په دغه منځ او مان كښې د شخصيتونو دنده له نورو درنده ده .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود ډاګينه كړه كله چی د استكبار او ظلم سرغنې او د اسلامی هيوادونو نيواكګر ډګر ته ننوځی او دریځونه غوره كوی نو د دوه اړخيزو او مبهمو څرګندونو كول سم نه دی ، ځكه بايد روښانه شی هغه كسان چی د ايران په اسلامی جمهوری نظام كښی دی كوم دریځ لری او آيا چمتو دی چی له دښمنه ځان جلا كړی ؟
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای وفرمايل كله چی يو شمير كسان د فتنی او كړكيچ په فضا كښې په ژبه اسلام نفې كوی او په عمل كښې هم د نظام جمهوريت نفې كوی او ټاكنې تر پوښتنې لاندی راولی نو له خواصو تمه داده چی خپل دریځونه او پولی معلومی كړی .
د رهبرۍ ستر مقام د ايران د اسلامی انقلاب او په تيرو ديرشو كلونو كښې د انقلاب د كليزی د دستورو مهمه ځانګړنه د اسلامی انقلاب د بڼې موندنې د اصلی عنصر په توګه د خلكو متحد او پراخ شتون او د اسلامی انقلاب اساسی شعارونو ته دهغوئ پايبندی وبلله او ویې فرمايل هر كال د سلواغې په ۲۲ د خلكو مليونې شتون د خلكو په ايمان د انقلاب د اتكا نښه ده .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود جوته كړه هر كال ددغه مليونې او منظم شتون معنا داده چی اسلامی انقلاب او له هغه جوړ نظام په خلكو او د هغوئ په باورونو ولاړ دی او د اسلامی نظام په لړزانه كولوكښې د دښمن د بې وسۍ اصلی دليل هم همدا موضوع ده .
526244

captcha