IQNA

آيت الله محمد امامی كاشانی: د ايران ملت په اسلامی انقلاب سره خپل حقيقی ارزښتونه ترلاسه كړل

23:35 - February 05, 2010
د خبر لمبر: 1882854
سياسی ډله: د تهران د جمعی لمانځه خطيب د اسلامی انقلاب برياليتوب د ايران د ملت لپاره يوه ستره بريا وبلله چی درست خلك یې بايد په ساتلو كښې هڅه وكړی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران جمعی لمانځه خطيب آيت الله محمد امامی كاشانی له اسلامی انقلابه مخكې او وروسته د ايران علمی او كلتوری وضعيت بيان كړ او ویې ويل د ايران ملت په اسلامی انقلاب سره خپل حقيقی ارزښتونه ترلاسه كړل .
آيت الله امامی كاشانی زياته كړه د اسلامی انقلاب د ستر لارښود په پيروۍ او هغو اهدافو په تكیې سره چی په اساسی قانون كښې راغلی دی د ايران د ملت د حركت لرليد ډير روښانه دی .
د تهران د جمعی لمانځه خطيب په دوام كښې د كلمی په وحدت اويووالې او له اختلافات د ډډی كولو په اړتيا ټينګار وكړاو درزاچونه یې د اسلامی نظام د حركت لپاره يوه بلا وبلله .
آيت الله محمد امامی كاشانی د اسلامی انقلاب د برياليتوب په كليزه كښې د سلواغې په ۲۲ د خلكو لاريون ته اشاره وكړه او درستو ډلو او پرګنو ته یې سپارښتنه وكړه د ملت په ليكو كښې د منحرفو عناصرو د نفوذ مخنيوی وكړی او له درز اچونكو شعارونو ډډه وكړی .
535125
captcha