IQNA

د پاكستان رائل ټی وی چينل به د ايران د اسلامی انقلاب ځينې كارنامې خپروی

23:35 - February 05, 2010
د خبر لمبر: 1882874
د هنر او كلتوری ډله: د پاكستان د رائل ټی وی چينل مشر د ايران د انقلاب د برياليتوب د سباون لسيزې په ورځو كې له دې چينله د ايران د اسلامی انقلاب د كارنامو او غوره كارونو په هكله يو پياوړی او مستند فلم د خپرولو خبر وركړی دی
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، رائل ټی وی چينل مشر سلاكار ښاغلی مدثر حسين په لاهور ښار كې د ايران د كلتوری مركز خانه فرهنګ مشر ښاغلی عباس فاموری سره په كتنی كې وويل چې رايل ټی وی چينل به د ايران د اسلامی انقلاب د برياليتوب د كليزې په ورځو كې له يولسمی فرورۍ په اردو ژبه كې يو ځانګړن او مستند فيلم نندارې ته وړاندې كوی
هغه زياته كړه چې دا چينل به د ايران د اسلامی جمهوريت كلتور نه پاكستانيانو د اشنایۍ لپاره د د ايران كلتوری او مستند فيلمونه خپروی
عباس فارموری هم په دې كتنی كې د ايران د سينماګانو د مخپرتګ ته په اشارې كولوسره وويل چې د ايران د سنيما مخپرتګ يو اساسی دليل د اسلامی ارزښتونو او په حقيقت باندې بنسټ ایښی پروګرمونو خپرول دی
534294
captcha