IQNA

د امام حسين عليه السلام د اربعين (څلویښتی) په مناسبت په ټولی نړۍ كې په اسلامی سنټروكې پروګرامونه تر سره كیږی

23:34 - February 05, 2010
د خبر لمبر: 1882878
نړيواله ډله: د امام حسين عليه السلام او د هغه وفادار ملګرو د اربعين (څلویښتی) په مناسبت سره درستی نړۍ كې د شيعه ؤ اسلامی سنټرونوكې د عزادارۍ پروګرامونه تر سره كیږی
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له jaffari.org ويب پاڼۀ كې نقلوی چې د ټورنټو د شيعه دولس امامی نومی سنټر كې په پنځمی فروری د جمعی په ورځ په انګريزی او اردو ژبو كې د عزادارۍ پروګرام تر سره كیږی
د نيويارك د شيعه دولس امامی انجمن هم په پينځمې فرورۍ د امام حسين عليه ااسلام د عزاداری په مناسبت پروګرام تر سره كوی چې پكښې دعای كميل، زيارت وارث مرثيی او د امام حسين عليه السلام د پاڅون په موضوع ويناوې شاملی دی
همدا رنګ په لاس اينجلس كې د اسلامی سنټر او ټيكساس په هوسټن ښار په اسلامی تعليمی سنټر كې هم عزادارۍ پروګرام تر سره كيدونكی ده او د برطانيه په اسلامی سنټرو كې په صفر مباركې مياشتی په اخيری لسيزی كې د عزادارۍ پروګرامونه تر سره كيدونكی دی

534333
captcha