د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له iha ېې نقلوی چې د تركی د جعفری شيعه ؤ د استانبول په زينيبيه جومات مخی ته د يو ټول په شكل كې د د امام حسين د اربعين په مناسبت د عزادارۍ پروګرام سينې او ماتم وكړ
د اهل بيتو مينه والو د اربعين په ورځ جلوسونو وباسل د جلوسونو په پایې كې د تركی د جعفری شيعه ؤ مشر"صلاح الدين اوزګؤندؤز" وينا وكړه
هغه په خپلې وينا كې وويل چې دا وخت كوم كسان د يزيد حمايت كوی هغه مسلمان نه دی او كومو كسانو چې د كربلا پیښه هير كړې ده هغه په اسلام نه پوهیږی او كوم كسان په مختلفو دسيسو سره د امام حسين عليه السلام د عزادارۍ په لاره كې خنډونه اچوی او د هغه مخنيوی كوی هغوی به هیڅ كله په خپلو مقصدونو كې بريا نه شی
535132