IQNA

علامہ فضل اللہ : د استكبار پر ضد، د ملتونو چپتيا وخت تير شوی دی

23:19 - February 07, 2010
د خبر لمبر: 1884031
سياسی او ټولنيزره ډله: د لبنانی شيعه ؤ مرجع علامہ فضل اللہ د ايران داسلامی انقلاب د كليزې په ورځو كې د ايران پر ضد د امريكې ولسمشر د بيانونو ته په اشارې سره وويل چې مستكبرينو او ظالمانو بايد پوهـ شی چې ملتونو ته د تكليفونو وركولو وخت نور تير شوی دی ځكه چې قومونه اوس چپ نه كیښينی
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، علامہ فضل اللہ په بيروت كې د جمعی د لمونځ په خطبو كې په كربلا كې د ترهګړۍ بريدونو په غندولو سره وويل چې د دې بم چاودنو ښه ځواب دا دې چې د عراق مسلمانان يو بل سره يووالی او وحدت پيدا كړی
علامہ فضل اللہ زياته كړه چې بم چاودونكی كسان په دې هيواد كې د فساد او فتنی او فرقه ای جنګ شورو كولو سره د استكبار خدمت كوی او هغوی غواړی چې د عراق ولس دې د راتلونكی ټولټاكنو كې برخه وانخلی
هغه زياته كړه چې د اسراييل د جنګ وزير يو ځل بيا د جنګيدو ګواښونه سلسله شورو كړی ده او دا اعلان یې كړې دی چې هغوی به په بوډا ګانو او ماشومانو هم رحم نه كوی او دا هماغسی دوام لری خو مونږ دې نيواكګړ ته غخ ماتوونكی ځواب وركولو ته چمتو يو
535665
captcha