IQNA

حضرت آيت ا... ا لعظمی خامنه ای: د استكبار جبهه به يو ځل بيا حيرانه شی

22:05 - February 08, 2010
د خبر لمبر: 1884582
سياسی ډله: د اسلامی انقلاب ستر مشر ټينګار وكړ، د ايران ملت به د سلواغې په ۲۲ نیټه د كلمې د يووالی نندارې ته په وړاندې كولوسره د استكبار جبهه يو ځل بيا حيرانه كړی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس،حضرت آيت ا... ا لعظمی خامنه ای نن له حضرت امام خمينی سره د هوايی ځواكونو د يوشمير افسرانو اوكاركونكو د تاريخی بيعت په كليزې كې د هوايی ځواكونو د قومندانانو، پيلوټانو، افسرانو او كاركونكو سره په كتنې كې ، د استكباری دستګاوو او اسلامی انقلاب د دښمنانو جبهه او صهيونيسم، د اسلامی انقلاب د معنوی اقتدار او ثبات د عواملو په درك كې ناتوانه وباله.
حضرت آيت ا... ا لعظمی خامنه ای په دې په ټينګار سره چې د انقلاب د تل پاتې كيدا،پياوړتيا او اغيز منۍ راز،دهغه په رامنځته كيدا كې دايمان،اخلاص او الهی انګيزو شتون دی زياته كړه،اوس هیڅ نظام د اسلامی نظام په څير نشته چې د له زياتو دروغو تبلغاتو،سياسی او اقتصادی دباونو،او بنديزونو سره سره ،داسې پياوړی ودریږی .
د اسلامی انقلاب ستر مشر څرګنده كړه، اسلامی نظام له دې وروسته هم له دغو دباونو سره په مقابلې كې ولاړ دی او امريكا او صهيونيسم او دنړۍ د مستكبارانو ټولګه نشی كولی چې په سياسی او اقتصادی اوزارونو او يا تهمتونو او ګواښونو سره دخپلو عواملو په راپارولو سره دغه انقلاب ډير لږهم ولړزوی .
هغوی دنړۍ عمومی افكار هم له امريكا او صهيونيسم كركجن وبلل او زياته یې كړه،هغه كسان دبشری حقوقو چغې وهی چې په ټوله نړۍ او په بندونو كې د انسانانو تر ټولو لومړنی حقوق او حتی دخپلو ملتونو حقوق تر پښو لا ندې كوی ،او شكنجه رسما قانونی كوی.
537082
captcha