IQNA

په تركیې كښې د لوړی ځل لپاره د جعفری فقهې ښودل شورو كیږی

22:47 - February 09, 2010
د خبر لمبر: 1885120
نړيواله ډله: د فقه جعفری د زده كړې دوره چې د شيعو ځوانانو لپاره شورو كیږی د تركیې د دينی چارو د وزارت او د «كوجاالی»(Kocaeli) ښار د اهلبيتو(ع) د انجمن په مرسته په راتلوونكيو مياشتو كښې ترسره كیږی.
«يحيی كمال اوتار»(Yahya Kemal UTAR) د تركیې د كوجالی ښار د اهل بيت(ع) د انجمن مشر د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې وويل: مونږ دا هڅۀ كوو چې د لومړی ځل لپاره د تركیې د حكومت په د نظارت لاندې د فقه جعفری كلاسونه د كوجالی د اهل بيتو د انجمن په مرسته شورو كړو.
هغه زياته كړه: د فقه جعفری د زده لپاره يا د اهلبيتو د مذهب د پيژنګلو لپاره كوم كسان چې د شوق لری نو كه اهل سنت وی كه شيعه وی په دې كلاسونو كښې ګډون كولی شی.
هغه د اهلبيتو د انجمن په پيژنګلوۍ كښې وويل: دا انجمن په 2006 كال كښې د شيعه د كلتور او ټولنيزو چارو د ښه كيدو لپاره جوړ شو چې دينی مناسبتونو باندې پروګرامونه ترسره كوی.
هغه زياته كړه د لا زياتو معلوماتو لپاره ددې انجمن سایټ «http://www.ehlibeytder.com» كتلی شئ.
537447
captcha