«يحيی كمال اوتار»(Yahya Kemal UTAR) د تركیې د كوجالی ښار د اهل بيت(ع) د انجمن مشر د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې وويل: مونږ دا هڅۀ كوو چې د لومړی ځل لپاره د تركیې د حكومت په د نظارت لاندې د فقه جعفری كلاسونه د كوجالی د اهل بيتو د انجمن په مرسته شورو كړو.
هغه زياته كړه: د فقه جعفری د زده لپاره يا د اهلبيتو د مذهب د پيژنګلو لپاره كوم كسان چې د شوق لری نو كه اهل سنت وی كه شيعه وی په دې كلاسونو كښې ګډون كولی شی.
هغه د اهلبيتو د انجمن په پيژنګلوۍ كښې وويل: دا انجمن په 2006 كال كښې د شيعه د كلتور او ټولنيزو چارو د ښه كيدو لپاره جوړ شو چې دينی مناسبتونو باندې پروګرامونه ترسره كوی.
هغه زياته كړه د لا زياتو معلوماتو لپاره ددې انجمن سایټ «http://www.ehlibeytder.com» كتلی شئ.
537447