IQNA

له پرتمين اوميليونی لاريون دوستان خوشال اودښمنان نهيلی شول

23:13 - February 12, 2010
د خبر لمبر: 1885930
سياسی او ټولنيزه ډله: د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ايت ا... العظمی سيد علی خامنه ا ی بیګاد ايران د میړنی ملت په نامه پخپل پيغام كې له تيرو كلونو په لاپرتمين ډول د اسلامی انقلاب د برياليتوب د ۳۱ كليزې په مناسبت د ولولناك او ميليونی لاريون په ستائيلو سره ټينګار وكړ
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ايت ا... العظمی سيد علی خامنه ا ی بیګاد ايران د میړنی ملت په نامه پخپل پيغام كې له تيرو كلونو په لاپرتمين ډول د اسلامی انقلاب د برياليتوب د ۳۱ كليزې په مناسبت د ولولناك او ميليونی لاريون په ستائيلو سره ټينګار وكړد ايران د ملت دوستان او دښمنان دې پوه شی چې دغه ملت خپله لاره پيژندلې اودنيكمرغۍ او برمختګ څوكو ته د رسيدا لپاره ئې فيصله كړې ده او له لارې به هرډول خڼد په ځيرتيا او هوښارتيا سره ليرې كړی .
د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په دغه پيغام كې راغلی دی د ايران په میړنی او لوی ملت دې آفرين وی ،ستاسو د پتمنۍ او آزادۍ بيرغ دې هر وخت لوړ وی او د تاسو په لوړ او كلك هوډ او بصيرت دې درود وی ،چې تل د اړتيا په وخت په ډګر كې ياست او بد غواړو ته مو درنده څپیړه وركړې او عظمت او عزت اوسرلوړی مو نندارې ته وړاندې كړې ده .
همداراز د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د فتر د پلټنې د برخې مسئول ناطق نوری هم د ايران د ملت د ميليونی لاريون په ستائيلو سره د لازيات وحدت په ضرورت په ټينګار سره هغه كسان چې په درز او د نظر اختلاف په رامينځته كولو پسې دی ، اسلامی جمهوری نظام ته خائين او غوليدلی كسان وبلل هغه زياته كړه له تير وخته زيات اوس وحدت او يووالی ته اړتيا لرو ځكه چې دښمنان هڅه كوی په درز او اختلاف رامينځته كولوسره خپلې سپيرې موخې ترلاسه كړی .
دا په داسې حال كې دی چې د درستې نړۍ په سياسی او رسنيئ ټولنو كې د ايران د میړنی ملت پرونی ميليونی او پرتمين لاريون پراخ انعكاس درلودلی او زياتره رسنيو دغه لوی لاريون د اسلامی انقلاب د دښمنانو لپاره لوی درس او د ايران دملت ترمينځ د اختلاف د اچونكو لپاره لويه نهيلی بللې ده
538624
captcha