د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، دغه ورځ چې په ايران كې په يوم ا.... مشهوره ده ، ۳۱ كاله مخكې پر ايران د اسلام د پاك دين د واكمنۍ پيلامه او د اسلامی نظام په اساس د ارواښاد امام خمينی په رهبرۍ د اسلامی غورځنګ د برياليتوب ورځ ده .
د المصطْفی د نړيوال پوهنتون مشر عرفی پخپل پيغام كې ووئيل د خدای په مهربانۍ سره د ايران ولس نن هم د ۳۱ كاله مخكې په څير د خپل هيواد او د اسلامی نظام د دفاع لپاره هماغه راز د هر ډول قربانۍ لپاره چمتو دی او د سلواغې د ۲۲ ولولناك لاريون د ولس يو ملی او اسلامی شعار دی او ټول بايد پام ولری چې په دغه لويه ورځ د اسلام په لوړو ارزښتونو او د اسلامی انقلاب په سپیڅلو آئيديالونو ټينګار وشو
دغه راز د رهبرۍ د خبرګانو شورا هم په يوې اعلامیې كې راغلی دی دغه ورځ د ملی يووالی او له اسلامی نظام سره د ملت د ټولو پرګنو د پيوستون ورځ ده او درست ملت په دغه ورځ په ډګر كې خپل ميليونی او ولولناك شتون نړيوالو ته نندارې ته وړاندې كړ
538677