IQNA

په فلسطين كښې د قران كريم د ټاكليو شويو ايتونو د كتابګيو په خپرولو ممنوعيت

21:40 - February 15, 2010
د خبر لمبر: 1886405
نړيواله ډله: د قدس او فلسطين مفتی او د فتوا د عالی شورا مشر «محمد حسين»، د د قران كريم د ټاكليو شويو ايتونو د كتابګيو په دې دليل منعه وغوښته چې په هغې كښې چاپی غلطی وه.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د فلسطين د رسمی خبری اژانس وفا یې نقلوی، د فلسطين مفتی، پرون د سلواغی د مياشتې په 25 نیټه په يوه بيانيه كښې اعلان وكړ: د دې كتابګی په ځينو مخونو كښې چې پكښې د قران ايتونه دی لكه (6-7)، (10-11)، (14-15)،(50-51)، (54-55)،(62-63) كښې د قران ايتونه واضح نه دی ليكلی شوی او مشخص نه دی.
هغه زياته كړه: د دې كتابګی د خپرندویې ادرس نه دی ليكل شوې نو له ټولو كتابخانو او خپرندويو ادارو یې وغوښته چې په دې كتابګی پابندی ولګوی او خپور یې نه كړی.
539124
captcha