د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) د خبريال په ګزارش، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد نن ناوخته په تهران كې د كابو دوه سوه داخلی او بهرنيو خبريالانو په ټول كې وويل: كوم كسان چې په قرانی چارو كښې كومې نيوكې په پينځم پروګرام باندې كوی هغوی دا پروګرام سم نه دی لوستی.
هغه زياته كړه: زمونږ اصلی محور په دې پروګرام كښې كلتور دی او هغه بې د قران له پروګرامه نيمګړی دی او همدې ته په پام به دې كال په قرانی چارو كښې ډېر لوی حركت وګورو
د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه زياته كړه: ايران نوی ماډل سنټرفيوژونه آزموئيلی دی چې وړتيا ئې د مخكينيو سنټرفيوژونو په نسبت پنځه برابره زياته ده .
هغه جوته كړه په ايران كې د يورانيمو شل فی صدی پخول پيل شوی دی او د ایټمی انرژۍ نړيوال اژانس دا تائيد كړی هم دی .
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر زياته كړه د سونګو د مبادلې دوسيه بنده شوې نه ده او په دې زمينې كې ځينی خبرې اترې شو ی او ځينی نوره هم روانې دی . ډاكټر احمد ی نژاد د خپلو خبرو په دوام كې دايران اسلامی انقلاب ،د الهی نبیّانو د غورځنګ دوام او نه يوازې د ايران د ملت لپاره بلكې د درست بشريت لپاره د پيل ټكی وباله او زياته ئې كړه ، هغه دور چې څو هيوادونو د ملتونو برخليك ټاكهّ ، او د نړۍ لپاره به ئې نقشه انځوروله او سياسی او تبليغاتی پلانونو سره ئې نقشې د ملتونو په ضد او د پانګوالو په ګټه اجرا كولې ختم شوی دی .
هغه ووئيل اوس داسې دور پيل شوی چې ټول ملتونه او د ملتونو په رايو واك ته رسيدلی حكومتونه بايد له يوه بل سره لاسونه وركړی او اوږه په اوږه حركت وكړی
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر جوته كړه نن سبا پر ټولو ثابته شوې ده چې له بشری ضد ليدتوګواو پانګوال فكره راپورته شويو اوپه توپيری چلند دمشتملو نظامونو دور يای ته رسيدلی دی
539860