د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اسلام ان لاين یې نقلوی چې " محمد د ټولی نړۍ لپاره" نومې منصوبې مقصد د هندوستان خلك بيا په تيره مسلمانان د پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله وسلم د تعليماتو او د هغه بزرګوار شخصيت د پيژندنه ده
دې منصوبی په مطابق د ميلادی مياشتی فروری اخر پورې به ځينې مسلمان او غير مسلمان شخصيتونه د هندوستان د مختلفو سيمو سفر كوی او د پيغمبر اكرم د شخصيت او انسانی حقوق، ټؤلنيز، عدل او انصإف، ښځو، فساد ، ترهګرۍ او د نيواكګرۍ په هكله د پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله وسلم فرمايشاتو وضاحت كوی
د هند وستان د جماعت اسلامی مشر ښاغلی نظر محمد مدو په خپلو خبرو كې ويلی دی چې دا لومړۍ ځل دی چې د اسلامی مذهبونو مختلفو عالمانو بلكې غير مسلمانان هم په دې منصوبی كې شامل شوی دی.
539236