د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې الشرق ورځ پاڼې یې نقلوی چې عبادالرحمن نومی خدمت قران مركز مشر ښاغلی "عبداللہ بن محمد النعمۃ" په دې هكله وويل چې د حفظ په دې دورې كې د برخه اخستونكو محصلانو د نومونو ليكلو وخت تير شوی دی او نږدې 130 زده كوونكو خپل نومونه ليكلی دی
هغه زياته كړه چې په دې قرانی دورې كې ځينې تجربه كار استاذان او حافظان هم د ښودلو ذمه په غاړه اخستی ده او دا ښوونيزه دوره د قطر په پلازمينی دوحې په الوعب سيمې په المانع جومات كې د بهار په موسم كې په تعطيلاتو كې تر سره كیږی.
هغه په اخر كې وويل چې د قران پاك حفظ په دې دورې كې د قران د حفظ كولو په هكله درسونو نه علاوه مختلف ډول دينې او تفريحی پروګرام هم تر سره كیږی.
539277