IQNA

په ارمينيا كې د ايران د هنر نندارتون افتتاح وشوه

22:34 - February 16, 2010
د خبر لمبر: 1886913
د هنر او كلتور ډله: د ايران د اسلامی انقلاب د كليزې په مناسبت د ارمينيا په ايروان ښار كې په هنری ميوزم كې د ايران د هنر نندارتون افتتاح وشوه چې پكښې د اسلامی كلتور او روابطو ارګنايزيشن مشر ښاغلی مهدی مصطفوی هم ګډون وكړ
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی كلتور او روابطو ارګنايزيشن مشر ښاغلی مهدی مصطفوی د دې نندارتون د اختتامی مراسمو سره په خپلې وينا كې د ايران او ارمينيا تر مينځ د لاسليك طرف ته په اشارې سره وويل چې دې پريكړې له وجې به د دواړو ملتونو دوستانه اړيكې او تعلقات دوام ومومی
هغه زياته كړه چې د دې تعلقاتو په وجه د دواړو ملتونو ژورې اړيكې دی او د دواړو هيوادونو د راْبطو تاريخ د دواړو ملتونو د يو بل د درناوې كولو ښودنه كوی.
539108
captcha