د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حضرت ايت الله العظمی خامنه ای نن د آذربايجان ولايت د خلكو په ټول كې د ديارلس سوه شپږ پنځوسم كال د سلواغې د نه ويشتمې نیټې د تبريز د خلكو د تاريخی پاڅون دكليزې په درشل كې مهم ټكی ياد كړل دوی جوته كړه:له دې امله چې اسلامی انقلاب د حق خبره ده او موخې یې هم چې امام خمينی بيان كړې د ايران د مسلمانو خلكو له فطرت سره غږ مله وې، د وخت په تيريدو سره نور هم جوت او اغيز من شول او د خدای په مهربانۍ یې ډير زړونه ځانته جذب كړل.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود زياته كړه:د انقلاب دښمنان او ځينې نور كسان چې په شعوری يا غير شعوری ډول د دښمنانو په ژبه خبره كوی ډيره هڅه كوی داسې وښيی چې اسلامی انقلاب له خپلې لارې غړيدلی دی خو حقيقت دا دی چې د اسلامی انقلاب نننی حركت او موخې یې هماغه هماغه لاره او اهداف دی چې امام خمينی د انقلاب په اوله ورځ انځور كړل.
حضرت ايت الله العظمی خامنه ای ټينګار وكړ چې كه اسلامی انقلاب له خپلې لارې غړيدلی وای، دا پريمانه خلك او دا په ايمان او ولولې خړوب زړونه به د سلواغې په دوه ويشتمه نیټه د انقلاب په نامه او ياد نه راوتل.
د اسلامی انقلاب ستر لارښودد اسلامی انقلاب د كاميابۍ په كليزه كې په لاريون كې دخلكو پراخ او بریښوونكی شتون دخدای لويه معجزه وګڼله او ټينګار یې وكړ چې د اسلامی نظام ټول دښمنان، كه هغه كورنی وی او كه بهرنی با يد له وهم او خياله راویښ شوې وی.
حضرت ايت الله العظمی خامنه ای همداراز د ايران په هكله د څو كبرجنو هيوادونو خيالاتو ته په نغوتې سره زياته كړه:دا غاوره دولته چې غالبا خپل ولسونه یې هم نه منی، په خپلو خبرو كې داسې بریښوی چې نړيواله ټولنه د ايران له اسلامی جمهوريت سره مخالفه ده، په داسې حال كې چې نړيواله ټولنه يعنې ولسونه او ډير دولتونه له دغه كبرجنو دولتونو خپه دی او د ايران له اسلامی جمهوريت سره هیڅ مخالفت نه لری.
540184