IQNA

آيت ا...خاتمی : خلكو په ډاګه كړه چې له اسلامی نظام سره دی

19:55 - February 19, 2010
د خبر لمبر: 1887765
سياسی ډله: دتهران دجمعې لمانځه خطيب ،دسلواغې د ۲۲ نیټې په لاريونونو كې دلسګونو ميليونو خلكو ګډون،فتح الفتوح وباله.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، آيت ا... سيد احمد خاتمی د تهران دجمعې لمانځه په خطبو كې د خلكو ددغه لسګونه ميليونی ګډون قدرونه وكړه او ددې خبرې په كولوسره چې دخلكو ګډون پيغامونه درولود وويل، خلكو په دغو لاريونونو كې په حماسی او ولوله ناكه شتون سره وويل، له اسلامی جمهوری نظام سره دی ،او له هیڅ چل ول،او شيطنت سره به ترې بيل نشی .
هغه جوته كړه،لويدځوال او ملګری یې بايد پوه شی چې دغه نظام ته دخلكو نظر سياسی نه دی ،بلكه يو دينی نظر دی.
هغه په دوام كې وويل، دايران ملت د غه نظام داسلام دسپیڅلی دين تريبيون بوی او تر وروستۍ سلګې پورې یې ملاتړی دی .
هغه ددې خبرې په كولو سره چې د رهبرۍ ستر مقام ته هم دخلكو نظر يواځې سياسی نه دی ،د سلواغې د۲۲ نیټې په لا ريون كې دخلكو د ګډون بل پيغام،له امام راحل او شهيدانو سره بيا بيعت وباله،او وې ويل،له دې سره سره چې ځينې شيطنت كوی ،او غواړی ووايی چې په ايران كې د حضرت امام خمينی ره خط نشته،خو خلك باور لری چې دامام ره كرښه روښانه ، د رهبرۍ د ستر مقام په مشرۍ دوام لری .
540714
captcha