د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «saharamedias.net» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د موريتانی د اسلامی او كلتوری انجمن مشر «محمد الحافظ النحوی» د دې سمينار په شورو كښې وويل: د دښمنانو د كلتوری پراخ يرغل ته په پام اسلامی امت نن له هر كله زيات اسلامی وحدت او ورورولۍ ته اړمن دی.
«محمد الحسن ولد الددو» د موريتانی د عالمانو د يووالی د مركز مشر هم په خپلو خبرو كښې د دين له منلو وروسته وحدت دويم ركن وګڼو چې په اسمانی دينونو كښې يو اصلی ركن دی او دا مياشت یې د پيغمبر مياشت وګڼله او ربيع الاول د مياشت فضيلتونه یې بيان كړل.
542945