د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له APP خبری اژانس یې نقلوی، د پاكستان په بيلا بيلو ښارونو لكه راولپنډۍ، اسلام اباد، لاهور كراچۍ او نورو ښارونو كښې د پيغمبر(ص) د زوكړې په خوشحالې كښې سړكونه او كوڅې ښايسته كړې شوی دی.
په بازارونو او محلو كښې د زېړ رنګ كپړې چې ورباندې د قران ايتونه، د پيغمبر(ص) حديثونه او شعرونه ليكلی شوی دی په بازارونو كښې لګيدلی دی او په كورونو باندې څراغونه لګيدلی دی.
خلك د پيغمبر(ص) د زوكړې ورځ (د اهل سنتو په روايت 12 ربيع الاول) ته په ډېرې بې قرارۍ سره انتظار كوی.
543895