د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، آيت ا... جنتی د يووالی اونۍ رسيدا په درشل كې ،د اسلام د دښمنانو تبليغاتوته په اشارې سره ،ټولو مسلمانانوته د يووالی اويو رړه توب بلنه وركړه.
هغه وويل،خارجی قدرتونه د مسلمانانو له يووالی ويریږی او داسلامی هيوادونو په داخلی چارومې په لاسوهنې سره دتفرقې تخم شيندی .
هغه د خارجی قدرتونو له لوری،دافغانستان او عراق نيواك او او دپاكستان په شمول د هيوادنو په داخلی چارو كې لاسوهنې ته په اشارې سره وويل، دسيی اوشعيه په شمول مسلمانان د اسلامی يووالی سره په سيمې او اسلامی هيوادونو كې د پرديو قدرتونو د شتون او لاسوهنې مخنيوی وكړی .
هغه ترهه ګرې ډلګې دمشر عبدالمالك ریګی نيول چې د امريكا او ځينو نورو لودیځو اود سيمې دهيوادونو په مالی او اطلاعاتی ملاتړ سره دايران دختیځ امنيت له خطرو سره مخ كړی و،دايران د امنيتی ځواكونو د هڅو او دخدای مهربانی وبلله.
ښاغلی جنتی په پای كې د د اسلامی ا نقلاب په 31 كليزې كې د خلكو ولوله ناكه شتون په قدرونې او د ايرانی سمندری ځواكونو دمتخصصينو له لوری د جماران بیړۍد جوړولو له كبله هم مباركی وويله.
544289