IQNA

په تاتارستان كښې د حضرت محمد(ص) د زوكړې جش ترسره شو

23:22 - February 27, 2010
د خبر لمبر: 1891500
نړيواله ډله : د حضرت محمد(ص) د زوكړې جش د جمعې په ورځ د كب د مياشتې په 7 نیټه د تاتارستان په پلازمينه قازان كښې ترسره شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «rferl» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، دا پروګرام د تركیې د حكومتی ټيلويژن په مرسته ترسره شو.
دا پروګرام د قازان په «قل شريف» جمات كښې ترسره شو او د تركیې له ډېرو چينلو خپور شو
په تاتارستان كښې په روس كښې له ټولو زيات اهل سنت مسلمانان دی او قازان د روس اسلامی پلازمينه ګڼل كیږی.
544584
captcha