د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د كويت د اوقافو وزارت مرستيال ښاغلی "عادل الفلاح" د اسلامی كانفرنس كې په خطاب سره وويل چې د مذهبونو د نږديوالی د نړيوال ټولنی له خپل جوړيدو وروسته تر اوسه پورې د وحدت د پراختيا لپاره ډير زيات كوششونه كړی دی او دا يوه لويه ذمه واری ده چې ورباندې قران پاك هم ټينګار كړې دی
هغه زياته كړه چې اوس د مسلمان امت د اسلامی وحدت هيله لری او وحدت له دې شوق معلومیږی چې اسلامی امت تفرقه او اختلافات نه غواړی.
الفلاح زياته كړه چې د اسلامی مذهبونو منوونكو ته پكار دی چې د مذهبی اختلافات او ګواښونو په مقابلی سم ودریږی او كږه لاره تر لاسه نه كړی
546824