IQNA

د اسلامی نړۍ د پاتی والی د جبران يوازينۍ لاره اسلام ته بيرته جاوتل او وحدت دی

20:25 - March 05, 2010
د خبر لمبر: 1894011
سياسی ډله: اسلامی نړۍ كه غواړی چې دومره شته منۍ سره د وړانديز له قافلې وروسته پاتې نه شی، نو بې له دې بله لار نه لری چې اسلامی ته ستانه شی او د يو اسلامی حاكم او يو خود ساخته انسان د بيرغ لاندې اتفاق وكړی.
دتهران د جمعې لمانځه خطيب ، د ریګی د ترهه ګرې ډلګۍ دمشر نيول،د ايران داسلامی نظام د اقتدار نښه وبلله.
حجت الاسلام والمسلمين كاظم صديقی جوته كړه،دايران د اطلاعاتی او امنيتی مامورينو بريالی او غږمله عملياتو وښودله چې دلودیځ د اطلاعاتی ادارو د پراخ كنترول ادعا پوچ او بې بنسټه او دايران د اطلاعاتو په وړتيا سره دماتې وړ دی .
هغه دریګی له ترهه ګرې ډلګې د نړې د استكباری قدرتونو بې خرته ملاتړ په اشارې سره وويل، دعبدالمالك ریګی نيولو ، ددغو هيوادونو استخباراتی ادارو ته سخت ګوزاروارد كړ.
حجت الاسلام والمسلمين كاظم صديقی دسيمې له ترهه ګرو د امريكا دملاتړ رسوایۍ ته په اشارې سره ټينګار وكړ،دسيمې هيوادونه بايدپوه شی چې بايد په اسلامی نظام د ګوزار ورادولو لپاره فتنو ته لمنه ونه وهی .
هغه په دوام كې له ترهه ګرو د امريكا دملاتړ او دهغوی تجهيز او راپارولو دعلتونو په تشريح سره ،دايران دملت د پرمختګ دمخنوی لپاره د هيواد امنيت ته ګوزار وركول،دفتنې جرړې وبللې.
حجت الاسلام والمسلمين كاظم صديقی همداراز ،د اهل سنت او شيعيانو تر منځ داختلاف رامنځته كول، له ترهه ګرو اقداماتود امريكا دملاتړ علتونه وبلل،اوټينګار یې وكړ،اسلامی ايران له پيله،تل د نړۍ دشيعيانو او اهل سنتو په شمول د مسلمانانو لپاره د يووالی ملاتړ دی .
هغه په خپلو خبرو كې داسلامی يووالی د اړتيا لپاره د رهبرۍ د ست مقام څرګندنې بيان كړې او وې ويل، اسلامی نړۍ زياتو ګډو ګټو، او ګډو ګواښونو او دښمنانو ته په پام سره ،اسلام او كلمې يووالی ته له ستنيدا پرته ،بل هیڅ لاره نلری .
547913
captcha