IQNA

21:57 - March 06, 2010
د خبر لمبر: 1894632

په يمن كښې د "تريم په 2010 ميلادی كال كښې د اسلامی نړۍ كلتوری پلازمينه" جشنونه ترسره كیږی

نړيواله ډله: په يمن كښې "تريم په 2010 ميلادی كال كښې د اسلامی نړۍ كلتوری پلازمينه" جشنونه د دوشنبې په ورځ د كب د مياشتې په 17 نیټه شورو كیږی.

د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له saba خبری اژانس یې نقلوی، تريم ښار د يمن له ټولو زوړ ښار دی چې په ختيزه سيمه كښې یې پروت دی په 2004 ميلادی كال كښې د ايسسكو د اسلامی كلتوری او علمی د زده كړې د سازمان له خوا په 2010 ميلادی كال كښې د اسلامی نړۍ كلتوری پلازمينه ټاكل شوې ده او په همدې مناسبت دا جشنونه ترسره كیږی.
په دې جشنونو كښې د ايسسكو ستر سكتر «عبدالعزيز عثمان التويجيری» د يمن لومړی وزير «علی مجور» او د دې هيواد د دولت نور وزيران او د اسلامی نړۍ نور سياسی علمی او كلتوری شخصيتونه ګډون كوی
548216
captcha