د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له يمن سركاری خبری اژانسه سبا نیټ یې نقلوی چې د عرب لیګ ستر سكتر سلاكار ښاغلی محمد صبيح په دې سيمينار كې په خپلې وينا كې وويل چې قدس شريف د تاريخ په اوږدو كې د استعمار د حملو مركز ګرځيدلی دی
هغه زياته كړه چې اوس نږدې 24 انجمنونو او موسسې د قدس شريف د يهودی كولو لپاره فعاليت كوی او د ابراهيمی جومات او بلال جومات د يهودی لرغونی اثاروكې شامل كول د دې منصؤبې برخه ده
محمد صبيح وويل چې قدس او نيولی فلسطين كې د يهوديانو د كليو ودانیۍ او جوړولو لپاره اوويا فی صده پانګه (پيسی) د امريكې يهوديان لګوی.
550452