په هندوستان كې د ايران د كلتوری سنټر مشر ښاغلی "كريم نجفی" د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) سره په يوې مركې كې وويل چې د هندوستان وګړی نږدې يو ارب او شل كروړه دی او په دې كې يواځې شل كروړه مسلمانان دی او په دې شل كروړو كې يواځې دوه نيم يا دری كروړه شيعه دی او دا هيواد د ژبی، نسل په اعتبار سره ايران سره ډير ژور تعلقات او اړيكې لری.
هغه د ايران او هندوستان د كلتوری اړيكو مخينه ته اشاری سره وويل چې مخكښې له اسلامه هم د ايران او هندوستان يو بل سره اړيكې لرلې
هغه زياته كړه چې مونږ شپږ زره كاله وړاندې تر اوسه پورې يو بل سره تعلقات او اړيكې لرو او كه مونږ د هندوستان د لرغونی اثارو ته پام وكړو نو مونږ ته به پكښې د ايران كلتور نخښې په لاس راځی او همدارنګ د هندوستان خلكو دا نظريه ده چې ايران په هندوستان باندې ډير اغيز لری.
551096