د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، تركی له اسلامی كانفرنس ويب پاڼې نقلوی چې اكمل الدين احسان اوغلو ويلی دی چې د صهيونی حكومت د كابينی دې نوې فيصلی يو ځل بيا د دې نيواكګر حكومت اصلی هدفونه او مقصدونه څرګند كړل.
احسان اوغلو له نړيوالی ورورولۍ غوښتنه كړې ده چې هغوی د نړيوال قانونونو د خلاف ورزی او په فلسطين كې د نوی كليو جوړولو مخنيوی لپاره په صهيونست حكومت زور او فشار راولی.
ويل كیږی چې د صهيونست حكومت يو وزير په اتم مارچ ويلی دی چې اسراييل حكومت د 112 كورونو نوی كلی جوړولو اجازه وركړې ده .
550770