د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) له بندرعباسه راپور راكړ ډاكټر احمدی نژاد پرون د ايران د حنوب د هرمزګان ولايت د شهيدانو او سرښيندونكو د كورنيو په ټول كې د تير وخت كمونسټان او د بشری حقوقو نننی مدعیّان او صهونيسټان ددغو خوځښتونو مصداق وبلل او وې وئيل هماغه شان چې دغه ډول ډيرې ليدتوګې له مينځه تللی دی ،د صهونيزم او ماډرن استعمار د سپيرې ښكارندې د ختميدا وخت هم رارسيدلی دی .
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر د ايران په ګاونډ كې په افغانستان او عراق كې د امريكايانو ماتې ته اشاره وكړه او وې وئيل د كفر او استعمار د جبهې سرغنې اوس په نهيلی توب سره اعتراف كوی چې ايران يو قدرتمن او عزتمن ملت لری .
ډاكټر احمدی نژاد زياته كړه امريكايان هڅه كوی په فارس خليج سيمې كې زهرجنه فضا رامينځته كړی خو دغه سپيره هڅه د ايران د اسلامی جمهوريت بهرنی سياست ته په پام سره چې له ګاونډيو هيوادونو سره په دوستۍ او ورورولۍ تكيه كوی ناكامه شوې ده هغه روښانه كړه د فارس خليج نامه د نړۍ د عمومی افكارو په ذهن كې داسې ثبت شوې ده چې حذفول ئې هیڅ امكان نه لری د اسلامی ايران ولسمشر دغه راز په ایټمی خبرو اترو كې د امريكا په مشرۍ په ګوته شمير د څو هيوادونو كارړنګونو ته په اشارې سره جوته كړه د شهيدانو د آئیډياؤ پيروی او د هغوی د ارمانونو پر ساتلو كلكې دريدا په ایټمی پرمختګ كې سرلوړی راډلۍ كړه او دا هماغه دايران دولس غوښتنه او هيله ده.
551548