د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې د انعامونو د وركولو د كمیټۍ عمومی منشی عبدالله العثېمين په دې هكله وويل: دغه بين المللی انعام د تركېۍ د لومړی وزيرد اسلام د پام وړ خدماتو د كولو او د اسلامی امت په تيره بيا د فلسطين د ولس او د هغوی د واقعی حقوقو د دفاع پوجه ده ته وركړی شوی دی.
ده زياته كړه: ښاغلی اردغان د تمدنونو تر مينځ اړيكو ته د را بلونكو له بنسټ ایښودونكو څخه دی او رغونكو خبرواترو او د همكارۍ اصولو او بين المللی درك ته علاقه من دی.
د اردغان سربيره ٧ تنو نورو محققانوهم په بيلا بيلوزمينو كښی د اسلام د خدمت نښان تر لاسه كړ.
همدارازهر كس ته يو د سرو زرو میډال او دوه زره ډالر وركړې شول.
551085