IQNA

د ايران پرضد دبايكاټ لګول بې ګټې كار دی . ‏ ‏ ‏ ‏ ‏

22:24 - March 17, 2010
د خبر لمبر: 1899517
سياسی إو ټولنيزه ډله: په نخجوان كښې ايران د اسلامی جمهوريت سفير د دغه هيواد له ‏البلاد ورځپاڼې سره په مركه كښې د ايران پرضد د لويدیځ هر ډول نوی احتمالی بايكاټ بې ‏ګټې وباله.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په نخجوان كښې د ايران سفير ‏دغه راز ډاګينه كړه چې د ايران پرضد د بايكاټ لګولو سياست او پاليسۍ شكست خوړلی ‏دی.‏
هغه وويل ايران ډول ډول انسانی او بډايه اقتصادی سرچينې لری او په نتيجه كښې د بايكاټ ‏د لګولو خبره له روانی او نفسياتی جنګ څخه بل څه نه دی.‏
په نخجوان كښې د ايران د اسلامی جمهوريت سفير دغه راز په سيمه كښې دامريكا پوځی ‏شتون په اشارې سره وويل دسيمې امنيت بايد له سيمې د وراخوا ځواكونو په لاس نه وی ‏بلكې دسيمې هيوادونه بايد دسيمې امنيت تامين كړی .‏
هغه وويل دسيمې امنيت دخارجی ځواكونو په پوځی سلاكوټ دسيمې په بدلولو سره نه ‏تامينږی .‏
هغه وويل د ايران د اسلامی جمهوريت دفاعی نظريه د سيمې له هيوادونو سره د تعامل ‏پراساس بيان شوی ده او دايران دفاعی پروګرام دسيمې له هيوادونو سره ددوستۍ او ملاتړ ‏پراساس ولاړ دی .‏
‏551190‏
captcha