د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په نخجوان كښې د ايران سفير دغه راز ډاګينه كړه چې د ايران پرضد د بايكاټ لګولو سياست او پاليسۍ شكست خوړلی دی.
هغه وويل ايران ډول ډول انسانی او بډايه اقتصادی سرچينې لری او په نتيجه كښې د بايكاټ د لګولو خبره له روانی او نفسياتی جنګ څخه بل څه نه دی.
په نخجوان كښې د ايران د اسلامی جمهوريت سفير دغه راز په سيمه كښې دامريكا پوځی شتون په اشارې سره وويل دسيمې امنيت بايد له سيمې د وراخوا ځواكونو په لاس نه وی بلكې دسيمې هيوادونه بايد دسيمې امنيت تامين كړی .
هغه وويل دسيمې امنيت دخارجی ځواكونو په پوځی سلاكوټ دسيمې په بدلولو سره نه تامينږی .
هغه وويل د ايران د اسلامی جمهوريت دفاعی نظريه د سيمې له هيوادونو سره د تعامل پراساس بيان شوی ده او دايران دفاعی پروګرام دسيمې له هيوادونو سره ددوستۍ او ملاتړ پراساس ولاړ دی .
551190