IQNA

22:22 - March 17, 2010
د خبر لمبر: 1899518

په هرات كې د ايران كلتوری سنټر د كوششونو اصلی هدف قرانی فعاليتونه دی

نړيواله ډله: په هرات كې د ايران د اسلامی جمهوريت د كلتوری مركز خانه فرهنګ د تيرو ‏څلورو مياشتو فعاليتونو په هكله په خپل راپور كې وويل چې زمونږ زياترا فعالت د دينی او ‏قرانی چارو سره تړلی ؤ

د افغانستان په هرات كې د ايران داسلامی جمهوريت د كلتوری مركز خانه فرهنګ مشر حجۃ ‏الاسلام محمد علی رضوانی نژاد د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) سره په خبرو اترو كې ‏وويل چې په هرات كې د ايران د كلتوری مركز لومړۍ قدم د روژی د مباركې مياشتی كې د ‏قران اوونۍ او د دينی او قرانی پروګرامونو تر سره كول وو او همدارنګ د سباون لسيزې په ‏مناسبت هم په دې ښار كې ډول ډول پروګرامونه تر سره كول او د دوو ايرانی قاريانو ته هم د ‏تلاوت لپاره بلنه وركړې شوی وه
هغه په راتلونكو كلونو كې د ايران د اسلامی جمهوريت د معنوی خپلواكی د راتلونكی د ‏څیړنی په كولو سره وويل چې مونږ اوسه پورې په معنوی او كلتوری مسايلو كې له ټولو ‏مخكښې يوو او په ډيرو لږو څيزونو سره مونږ په ډير لږ وخت كې ډير پرمختګ وكړ او ښه ‏نتيجې مو تر لاسه كړې ‏

‏553559‏
captcha