د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حضرت آ يت ا... ا لعظمی خامنه ای د نوی كال په مناسبت د مباركۍ په ويلو سره ټنګار وكړ، د هيواد او اسلامی جمهوری نظام دښمنان په تيرو ۳۰ كلونو كې ټولې هڅې وكړې چې دغه انقلاب له داخله له ماتې سره مخا مخ كړی، خو ملت د دغو سترو دسيسو په مقابل كې په پوهې او بصيرت او مقاومت سره وكړای شول چې دښمن له ماتې سره مخامخ كړی .
ښاغلی ايت الله خامنه ای له انتخاباتو او ټؤلټاكنو وروستو پیښو او د سلواغې د ۲۲ نیټې ستر لاريون، د ايران د ملت وياړمنه او د سرلوړۍ تجربه وبلله او زياته یې كړه، ۸۸ كال د اسلامی انقلاب د برخليك جوړونكی ډګرونو كې د ايرانيانو د اغيز من او تاريخی شتون كال ؤ.
هغوی په دوام كې نوی كال د دوه برابره همت او دوه برابره كار په نامه ياد كړ، او وې فرمايل، هيله من يم چې په نوی كال كې دهيواد ټول مسولين د كلتوری، سياسی عمرانی، په شمول په ټولو ډګرونو كې د ايران د خلكو په ملګرتيا سره په وچتو ګامونو او همت سره خپلو سترو هدفونو ته نږدې شی .
د رهبرۍ ستر مقام وويل، هيواد دوه برابره همت ته اړتيا لری ،بايد په خدای توكل وكړو او پوه شو چې دښمنان زمونږ د ټولنې د ايمان او علم دښمنان دی .هغوی په دوام كې داسلامی انقلاب دبنسټګر حضرت امام خمينی ره ستر مقام ته په احترام سره ، د شهيدانو، كورنيو،معيوبينو،سرشيندونكو او دايران ستر ملت ته درود واستوه
554741