د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د قم د څانګې د رپورټ له مخې د حضرت معصومه (س) په حرم كښې د نوی كال د پيل كيدو برنامې نن شپه ېعنې د كب د مياشتی په ٢٩ نیټه د ماښام او ماسخوتن د نمونځونو نه پس د حجت لاسلام والمسلمين علی رفيعی په ويناوو سره پيل كیږی.
همداراز د لومړۍ مياشتې په پنځمه نیټه به چې د حضرت معصومه (س) د وفات د كالېزې له ورځې سره سمون خوری، يو لړ ځانګړی برنامې اجرا كیږی.
د نوی كال د وړومبۍ جمعۍ نمونځ به هم د حجت لاسلام والمسلمين حسينی بوشهری په امامت سره ترسره كېږی او د جمعې په ماسخوتن به هم د حضرت معصومې (س) د حرم د خادمانو له خوا د خطبه خوانې او شمع ګرانۍ مراسم تر سره كیږی.
شماره خبر :554729