د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې، د حضرت فاطمه زهرا (س) موسسه چې له 1388 ه.ن كال رائسې ئې د اړمنو ېتېمانو لپاره د استوګنې، علاج، تحصيل، كار روزګار او ودونو په تامېنولو كښی ډيری هڅې كړی دی، په حاضر حال كښی په خپل سر په ټول هېواد كښی په 18 شعبو سره د تهران او زاهدان ښارونو په خوا و شا كښې 1156 بې وسه او بې وزله كورنۍ تر خپل پوشش لاندې راوستې دی.
ددې رپورټ له مخې، د حضرت فاطمه زهرا (س) د موسسې لګښتونه د منعمانو او نيكانو خلكو په وسيله د هديو، نذرونو، مياشتنی اشتراك، اطعام، روژه ماتی او په داسی نورو شكلونو سره تامنیږی.
شماره خبر :554421