IQNA

دينی پوښتنو ته د ځواب وئيلو په مركز كښې څه د پاسه ٢٠٠٠ سوالونو ته ځواب وركول.

16:29 - March 27, 2010
د خبر لمبر: 1900089
د اسلامی تبليغاتو له سازمان سره د پئيلی د مشورې او دينې پوښتنو ته د ځواب وئينې د مركز مديرووئيل: دغه مركز په ورځ كښې د خلكو د ٢٠٠٠ نه زياتو دينی پوښتنو ځواب وركوی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د خبريال افتخاری د رپورټ له مخې: د مشورې او دينی سوالونو ته د ځواب وركولو د مركز مدېر حجت الاسلام والمسلمين محمد سادات منصوری د هيواد د دينی ځواب ودكونې د ساماندهۍ د كمیټۍ له مشراو يو شمير مسولانو او ورسره ملګرو سره په ليدنه كتنه كښې چې په تهران كښې ددغه مركز په ودانۍ كښې جوړه شوه، د دغه مطلب په اعلانولو سره څرګنده كړه: د هغو شميرنو په اساس چې له مخابراتو څخه اخستل شوی دی له دغه نمبر سره هره ورځ څه د پاسه ١٠ زره تماسونه ټينګیږی البته دې ته په پام سره چې ځينې خلك كيداې شی د لائن د مصروف شونې په وجه څو وارې تماس ونيسی، په اوسطه توګه وئيلی شو چې په ورځ كښی څه د پاسه لس زره كسان له دغه مركز سره تماس نيسی چ له هغو څخه يواځې ٢٠٠٠ كسان په تماس ټينګولو او د خپل سوال په پوښتلو كښې بريالی كیږی.
554571
captcha