IQNA

ايت الله خامنه ای: د ايرانی ملت دريدا،‎ ‎بصيرت او زړورتيا په ظاهره د پياوړی غليم د ماتې ‏عامل‎ ‎ده ‏

23:19 - March 31, 2010
د خبر لمبر: 1901228
د افتخاری خبريالو ډله ‏‎/‎‏ محمود يابان: د رهبرۍ ستر مقام د ايرانی ملت زړورتيا، پريكندوالې، ‏مقاومت، بصيرت، ځيرتيا او كلك هوډ په ظاهره د پياوړو او سترو غليمانو د ماتې عامل ‏وباله.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د افتخاری خبريال د يو راپور پر اساس، د رهبرۍ ستر ‏مقا م حضر ت ايت ا... العظمی سيد علی خا منه ای نن د ايران د جنو ب د دشت عباس په ‏عمليا تی سيمه كې د فتح المبين د وياړمنو عملياتو د ياد د ځای دزيارت والو په ټو ل كې په ‏اسلامی نړۍ كې د ايرانی ملت نفوذ، قدرت او وس د سپیځلی دفاع له وخته ډير پراخ او زيات ‏وباله ‏
د رهبرۍ ستر مقا م حضر ت ايت ا... العظمی سيد علی خا منه ای زياته كړه چې نن هم د ‏غليمانو ډيرې دسيسې دی خو ايرانی ملت په خپلې دريدا سره د دغو دسيسو پروا نه كوی.‏
د رهبرۍ ستر مقام سياسی او فكری جنګ له پوځی جنګه سخت وباله او ټينګار یې وكړ چې ‏ايرانی ملت وښودله د امنيتی او سياسی ډګرونو په جنګ كې یې بصيرت او مقاومت د پوځی ‏جنګ د پړاو له دريدا او مقاومته كم ندې.‏
هغوی په درستو ډګرونو كې د زيات همت او زيا ت كار په ضرورت په ټينګار سره جوته كړ ‏ه چې ايرا نې ملت بايد د استبداد او بهرنيو لاس وهنو د پړاو شاته پاتې والې جبران كړ ی.‏
‏556243‏
captcha