IQNA

د اسلامی كنفرانس د سازمان د غړيو هيوادونو تر مينځ د سوداګرۍ د مبادلاتو د اندازې زياتيدنه.

17:55 - April 01, 2010
د خبر لمبر: 1901278
د اسلامی كنفرانس د سازمان عمومی منشی په يو لړ ويناوو كښی له 2004 نه تر 2009 ميلادی كال پوری د دغه سازمان د غړيو هيوادونو تر مينځ د تجاری راكړو وركړو د اندازی د زياتوالی خبر وركړ.
د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې اكمل الدين احسان اوغلو څرګنده كړه: د اسلامی كنفرانس د سازمان دغړيو هيوادونو تر مينځ د تجاری مبادلاتو اندازه چې په 2004 مېلادی كال كښې 14.5 فېصده وه، په 2009 كال كښی 16.6 فيصدو ته رسيدلی ده او دغه مېزان د دا ډول راكړو وركړو د كچې د اوچتيدو بيانونكی دی.
ده د خپلو ويناوو په يوه بله برخه كښې په حاضر وخت كښی له اسلام څخه د ويرولو د ښكارندی سختيدو ته په اشاری سره له دغې ښكارندی سره د مقابلې په لاره كښی د تمدونونو تر مينځ د خبرو اترو په اهمېت باندې ټينګار وكړ.

شماره‌ خبر :556247
captcha